بغلان کې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې له ۳۰۰ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د بغلان ولایت پولیسو د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې د ترهګرو د ۳۰۰ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د لارو پر مسیر، عامه ځایونو او عام المنفعه تاسیساتو کې ځای پر ځای کړي وو.
پولیسو یوازې تېره اونۍ د بغلان – سمنګان او بغلان – کندوز لویو لارو پر مسیر ۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو خونړیو پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.
ترهګرو طالبانو پدې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه په هلمند ولایت کې سختې ماتې تجربه کړې او د خپلو دې ماتو د پټولو په پار ملکي خلک په نښه کوي.