بغلان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۲:۴
۹

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ پراخ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ولسوالۍ ګڼې سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوې او طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو پر بنسټ؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او همدارنګه د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي غړو په ګډون ۴۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵۷ نور مرګوني ټپیان دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات په ګړندۍ توګه روان دي او له ترهګرو څخه د یادې ولسوالۍ تر بشپړې پاکونې به دوام ولري.