بغلان کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بغلان ولایت په ګذرګاه، نهرین او جلګه ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګذرګاه ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په پایله کې د طالبانو د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون ۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي او همدارنګه په نهرین او جلګه ولسوالیو کې هم د دوه نورو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۰ طالبان ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده کرولا موټر، یو عراده موټرسایکل، یو میل هاوان، یو میل پیکا او ۶ میله کلاشینکوفونه هم له منځه وړل شوي دي.