بغلان کې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي ونیول شول

د ملي پولیسو ځواکونو د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال د یادې ډلې له نظامي مسوول سره یو ځای نیولي دي.
یاد کسان د ترهګرو طالبانو مهم غړي دي او د کندوز-بغلان پر لویه لاره یې په لسګونو ترورېستي پېښو کې لاس درلود او یو کس یې تازه د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ د ولسوال په توګه ګومارل شوی و.