بغلان کې د امنیتي ځواکونو د ځوابیه برید په پایله کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي په شمول ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹
قاري جمعه ګل چې په "متقي" مشهور دی، نن سهار یې غوښتل له خپلو همکارانو سره یو ځای د پلخمري – سمنګان لویه لار وتړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او په پایله کې یې د قاري جمعه ګل په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د پلخمري – سمنګان
لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه ده.