بغلان کې دوه تنه د وسلو د قاچاق او پلور په تور ونیول شول
نن سهار د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت د پلخمري ښار د دریا د چپې څنډې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات پر لاره اچولي وو.
د یادو عملیاتو پر مهال نښته هم رامنځته شوه، چې په پایله کې يې دوه تنه د وسلو د پلور او قاچاق په تور د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د دوه میله وسلو سربېره څه باندې ۱۰۰ ډزه ګولۍ او درې کړۍ لاسي بمونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.