بغلان کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۹:۲۵
3

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز پلخمري ښار په اړوند سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه يي توکي د یوه کرولا ډوله موټر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل کابل ته یې ولېږدوي.
د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.