بغلان له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۸:۵۷
4

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په کیله ګي ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین کشف او د دې سیمې له ملکي مرګ ژوبلې یې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې ځانګړو ځواکونو د پشتون زرغون ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې درې ترهګر طالبان وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
بلخوا د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو درې میله وسلې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.