بدخشان کې ۱۳۰ کیلو ګرامه تریاک کشف او ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۶
sadfsa

د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په یو پلټونکي عملیات کې د یاد ولایت د کشم ولسوالۍ په بیګم سیمه کې ۱۳۰ کیلو ګرامه تریاک چې په یو موټر کې په ډېر مهارت ځای پرځای شوي وو نیولي او ضبط کړي دي.

په دې تړاو یو تن نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.