بدخشان کې د ۱۸۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې د یاد ولایت په تشکان او درایم ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د ۱۸۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د یادو نشهيي توکو د قاچاق په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.