بدخشان کې د څلورو تنو قاتلین ونیول شول

د بدخشان امنیې قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت له کشفي ارګانونو سره په همغږۍ د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې پنځه تنه نیولي چې څو ورځې وړاندې یې په یاده ولسوالۍ کې څلور تنه په بې رحمه توګه وژلي وو.
له نیول شوو کسانو څلور میله وسله، دوه لاسي بمونه، یوه اندازه مرمۍ، نظامي چانټې، بوکس پنجه او برچه ترلاسه شوي دي.
څو ورځې وړاندې په راغستان ولسوالۍ کې د څلورو کسانو وژنې عام هېوادوال اندېښمن کړي وو چې له پېښې وروسته، امنیتي ځواکونو د عاملینو د نیولو عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې پنځه تنه ونیول شول.