بدخشان کې د نشه يي توکو یوه لویه محموله کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۴:۱۲
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران د ۵۳۳ کیلوګرامه "تریاکو، چرسو او هیرویینو" د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د نشه يي توکو یاد قاچاقبران داسې مهال ونیول شول، چې غوښتل یې د یو عراده موټر په وسیله نشه يي توکي قاچاق کړي.