بدخشان کې د سلګونو کیلو‌ګرامو نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۳۳
سیبسیب

د بدخشان امنیې قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ارګو ولسوالۍ کې د یو پلټونکي عملیات پایله کې دوه تنه چې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي له ۶۰۷ کیلو‌ګرامو تریاکو سره چې په یو فلډر موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو نیولي دي.
همداراز په یادې ولسوالۍ کې پولیسو په یو جلا اقدام کې یو تن له دېرش کیلو‌ګرامو چرسو او یو بل تن د شپږ کیلو‌ګرامو تریاکو سره نیولی دی.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.