بدخشان کې؛ پولیسو ۲۶۰ جریبه د کوکنارو کروندې اړولي دي

د بدخشان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو او نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت عملیاتي قطعې(NIU) په څو جلا عملیاتو کې ۱۳۲ جریبه کوکنار د بدخشان په بهارک ولسوالۍ، ۶۵ جریبه په جرم ولسوالۍ، ۳۹ جریبه د فیض اباد ښار په دویمه حوزه کې او ۲۴ جریبه د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.