بدخشان کې؛ پوليسو ۷۰۰ جريبه نشه يي کروندې له منځه وړي
نشه یي تو کو سره د مبارزې معینیت عملیاتې قطعې (NUI) او د بدخشان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې ۳۶۵ جریبه د کوکنارو کروندې په داریم ولسوالۍ، ۱۴۵ جریبه په ارګو ولسوالۍ، ۱۰۶ جریبه په کشم ولسوالۍ، ۵۲ جریبه په بهارک ولسوالۍ، ۲۲ جریبه په جرم ولسوالۍ، ۱۶ جریبه په تشکان ولسوالۍ او ۱۱ جریبه کوکنار د یاد ولایت په مرکز فیض اباد ښار اړوند اتمه حوزه کې له منځه وړي دي.