بامیان کې د وسله‌والو غلو یو مشر له یو میلون غلا شویو افغانیو سره ونیول شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۸:۴۹
sdfgsd

د بامیان امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د یو پلټونکي عملیات پر مهال د وسله‌والو غلو یو مشر له یو میلون او ۸۰ زره غلا کړیو افغانیو سره د یاد ولایت د مرکز په مربوطاتو کې نیولی دی.
د یادولو ده چې د وسله‌والو غلو یادې ډلې څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې درې میلونه افغانۍ غلا کړې وې چې د پولیسو له لورې د یادو غلو مشر له څه باندې یو میلون افغانیو سره نیول شوی او د نورو جرمي شریکانو او د پاتې پیسو د موندلو  په موخه د پولیسو څېړنې روانې دي.