بامیانو کې شپږ تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي
د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د شیبر ولسوالۍ په "ده چقورک " کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې شپږ تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم کشف او ترلاسه شوې دي.