ایران ته د ۶۰ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه
د هرات ولایت د اسلامکلا د سرحدي کمېسارۍ د سرحدي شرطې ځواکونو ایران ته د ۶۰ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو تن نیولی دی.
نیول شوي کس، چې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی دی، غوښتل یې یادې پیسې په قاچاقي ډول ایران ته ولېږدوي.
نوموړی له نیول شویو پیسو سره د لا زیاتو څېړنو او قانوني اجراآتو په موخه اړوندې مرجع ته سپارل شوی دی.