اوو ولایتونو کې پولیسو ۱۹ تنه د غلا او قتل په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د بېلابېلو غلاوو او قتل په تړاو په هرات، نیمروز، ننګرهار، پکتیکا، بلخ، نورستان او کندوز ولایتونو کې ۱۹ تنه نیولي او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له منځه یې، نهه تنه په هرات، درې تنه په نیمروز، دوه وسله وال کسان په ننګرهار، دوه تنه په پکتیکا او درې تنه نور په بلخ، نورستان او کندوز ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.