اوو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
امنیتي ځواکونو د هېواد په اوو ولایتونو کې له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، وژنې، قاچاق، قمار او نامشروع اړېکو په تړاو ۲۵ تنه نیولي دي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له دوی، اووه تنه د غلا په تړاو په هلمند، ۹ تنه د جوارګرۍ په تړاو په بلخ، درې تنه د غلا په تړاو په سمنګان، دوه حرفوي غله په هرات، یو تن د خپل ورور د وژلو په تړاو په ننګرهار، دوه تنه د نامشروع اړیکو په تړاو په غزني او یو تن د ۱۰۰۰ سره څارویو د قاچاق په تړاو د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.