اوو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۲۳
شسیشب

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلاوو، د وسلو ناقانونه ګرځولو او قاچاق په تړاو په کندوز، هرات، هلمند، کندهار، خوست، پکتیا او نیمروز ولایتونو کې ۱۹ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، اوه تنه په کندوز، پنځه تنه په هلمند، درې تنه په هرات او څلور تنه په کندهار، خوست، پکتیا او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.