اوو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې د غلا، اخلاقي فساد او دوکې په تړاو ۱۶ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له منځه یې، پنځه تنه په بامیان، درې تنه په بادغیس، درې تنه په هرات، دوه تنه په غزني او درې تنه نور د سرپل، نیمروز، خوست ولایتونو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.