اوو ولایتونو کې؛ پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي او شپږ میله وسله ترلاسه کړې

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، غور، پکتیا، هلمند، اورزګان او ننګرهار ولایتونو کې ۱۵ تنه د غلا، نظامي تجهیزاتو د پېر او پلور او اسنادو جعل په تړاو نیولي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، پنځه تنه په هرات، درې تنه په غور، دوه تنه په پکتیا، دوه تنه په هلمند، دوه تنه په اورزګان او یو تن د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو څلور میله وسله په غزني او دوه میله د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې موندلې او ضبط کړې ده.