اوو ولایتونو کې؛ د نشه یي کروندو اړولو ترڅنګ ۲۰ کسان نیول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۱۰ کسان په کابل دوه تنه په پروان او درې تنه په تخار، هرات او بغلان کې نیولي دي.
همداراز، لغمان کې ۵ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه د روږدو ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. ورته مهال، یادو پولیسو په جوزجان ولایت کې پينځه جریبه کوکنار اړولي دي.