اوو ولایتونو کې؛ د جنایي جرمونو په تړاو ۲۵ تنه نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۲۱
شیشسبی

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې د غلا، قمار او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۵ تنه نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، شپږ تنه له ۴۷۴ ګرامه سرو زرو او ۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو په هرات، څلور تنه په کندوز، درې تنه په بلخ، درې تنه په نورستان او زابل کې د غلا په تړاو او ۹ تنه د قمار او نورو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي دي.