اووه ولایتونه؛ نشه یي کروندې ویجاړې او ۱۶ کسان نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۰:۵۵
XVCZvXCZvcxz

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د هیواد په اوو ولایتونو کې شاوخوا ۲۰ جریبه کوکنار اړولي او ۱۶ کسان یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له منځه يې؛ یادو پولیسو شاوخوا ۲۰ جریبه کوکنار د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې اړولي او په غور او هرات کې یې له ۸۰ زره کیلو ډېر اوومان  بوټي، چې په نشه یي کې کارول کيږي، ترلاسه او سوځولي دي.
په ورته وخت کې؛  پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو  په تړاو  ۹ کسان له ډېرې کچې نشه یي توکو سره په هرات، درې تنه په خوست، دوه تنه په لغمان او بامیان او دوه تنه په ننګرهار کې له ۱۷۰ پاکټه نشه یي ګولیو سره نیول شوي دي.