امنیتي ځواکونو ۳۶ تنه د هیواد په ۹ ولایتونو کې د غلا، ځورونو، بډو اخیستو، جنسي اړیکو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱۷
sfsfsf

 

له منځه یې، تخار کې ۱۰ تنه د ځورونو په تړاو، بدخشان کې د غلو پنځه کسېزه مسلکي ډله له ۲۰۰ او ۶۳ زره افغانیو او یو شمېر غلا کړي شیانو سره او په سرپل کې شپږ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

ورته مهال؛ هلمند کې ۵ تنه د غلا، درې غله په کندهار، خوست کې یو تن د بډو اخیستو او یو تن د غلا په تړاو، هرات کې دوه وسله وال غله، بغلان کې دوه تنه د نامشروع جنسي اړیکو په تړاو او یو غل په غزني کې نیول شوی دی.