امنیتي ځواکونو ۱۹ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، جوارګرۍ او نورو جرمونو په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي چې دوسیې به يې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، پنځه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په ننګرهار، پنځه جواګر په سرپل، دوه تنه له دوه میله وسلو سره د وژنې په تړاو په پروان او اووه تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو په هرات، غزني، بامیان او بادغیس کې نیول شوي دي.