امنیتي ځواکونو: شپږو ولایتونو کې ۱۵ تنه نیولي دي
![sfsf](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-15_at_2.38.02_pm_1.jpeg)
امنیتي ځواکونو په شپږو ولایتونو کې ۱۵ تنه د غلا، وژنې، قمار، ځورونو، ځنګلونو ناقانونه وهلو او ټپي کولو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، خوست کې شپږ تنه د ځنګلونو د وهلو په تړاو، یو غل او دوه تنه د ځورونو په تړاو په تخار، دوه تنه د وژنې په تړاو په کندز، دوه تنه د قمار په تړاو په هرات، یو تن په سمنګان کې د چاقو په ګواز د یو کس د ټپي کولو په تړاو او یو غل د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.