امنیتي ځواکونو؛ ۲۰ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۸
sdfgsdfg

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په شپږو ولایتونو کې له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۰ شکمن کسان د غلاوو، قاچاق، اخلاقي فساد او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي چې دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، شپږ حرفوي غله او یو تن د نامشروع اړیکو په تړاو په نیمروز، شپږ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو په کندز، څلور تنه د څارویو د قاچاق په تړاو په هلمند، یو مسلکي غل په بلخ او دوه تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په لغمان او جوزجان کې نیول شوي دي.