امنیتي ځواکونو؛ ۱۹ شکمن کسان نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي
د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، تخار او سرپل کې ۱۹ شکمن کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. له ډلې یې، ۹ تنه په نیمروز، ۸ تنه د تخار ولایت په مربوطاتو کې او دوه تنه د وژنې په تړاو په سرپل ولایت کې نیول شوي دي. په ورته مهال، ننګرهار کې د ترهګرۍ ضد پولیسو ۱۱ میله ډول ډول وسلې او پنځه د درنو وسلو مرمۍ نیولي او یو میل کلاشینکوف د سرپل ولایت په مربوطاتو کې ترلاسه شوی دی.