امنیتي ځواکونو؛ ۱۸ شکمن کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۴۷
adsfas

له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په پنځو ولایتونو کې د غلا، اسنادو جعل، وسله والې نښتې، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۸ تنه ونیول شول چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له ډلې یې، اووه تنه د غلا، اسنادو جعلي کولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، پنځه مسلکي غله په کندهار، درې تنه د وسایطو او مبایلونو د غلا په تړاو په هرات، دوه وسله وال کسانو د ځمکي په سر د وسله والې نښتې په تړاو په خوست او یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په هرات کې نیول شوی دی.