امنیتي ځواکونو؛ ۱۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۴۵
asdfasdf

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د غلاوو، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې يې، اووه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په سمنګان، دوه تنه په غزني، څلور حرفوي غله په نیمروز، دوه غله په هرات او یو تن د ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.