امنیتي ځواکونو؛ ۱۴ تنه نېولي او دوه میله سلاح کشف او ترلاسه شوي دي

امنیتي ځواکونو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هيواد په نیمروز، بلخ، نورستان او بامیان ولایتونو کې ۱۴ تنه نېولي دي.
امنیتي منسوبینو، نهه تنه د مختلفو جرمونو په تړاو په نیمروز، درې تنه مسلکي غله په بلخ او دوه تنه نور د نغدي پیسو او د اجناسو د غلا په تړاو د نورستان او بامیان ولایتونو اړوند سیمو کې نېولي دي.
ورته مهال، دوه میله کلاشینکوف سلاح د بلخ ولایت اړوند سیمه کې ددغه ولایت امنیتي ځواکونو لخوا کشف او ترلاسه کړي دي.