امنیتي ځواکونو؛ ۱۴ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیولي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، بغلان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د غلاوو په تړاو ۱۴ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له منځه یې، څلور تنه په هرات، درې تنه په بغلان، درې تنه په ننګرهار، دوه تنه په لوګر او دوه تنه نور د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.