امنیتي ځواکونو؛ پولیسو ۲۳ تنه په اتو ولایتونو کې نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۲۹
شسیبسش

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات، ننګرهار، غزني، پکتیا، دایکندي، خوست، اورزګان او سرپل ولایتونو کې د غلا، وژنې او اسنادو جعل په تړاو ۲۳ تنه نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

له منځه یې، اوه تنه په هرات، پنځه تنه په ننګرهار، څلور تنه په غزني، دوه تنه په پکتیا، دوه تنه په خوست او درې تنه په دایکندي، اورزګان او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.