امنیتي ځواکونو؛ په هرات او فاریاب کې ۱۳ تنه نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا او اخلاقي فساد په تړاو ۱۳ شکمن کسان نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۹ تنه د غلا او وژنې په تړاو په هرات او دوه تنه د وژنې او دوه نور د غلا په تړاو د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
په هرات کې له نیول شوو کسانو درې میله وسله، یو عراده موټر او یوه اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.