امنیتي ځواکونو؛ په لسو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۳۳ تنه نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په لسو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، ناقانونه ښکار، اخلاقي فساد، ګواښ کولو او زورواکۍ او همداراز د ځنګلونو د وهلو په تړاو ۳۳ تنه نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، نهه تنه په هرات، شپږ تنه په سمنګان، څلور تنه په دایکندي، څلور تنه په کندوز، درې تنه په لغمان، دوه تنه په ننګرهار او دوه تنه نور په هلمند او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، د پکتیکا امنیې قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د ارګون او یوسفخیلو ولسوالیو په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.