امنیتي ځواکونو؛ په شپږو ولایتونو کې ۱۸ تنه نیولي دي
پولیسو په شپږو ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلاوو، وژنې، د وسلو ناقانونه لېږد او ساتلو، اسنادو جعل، له کوره د تېښتې او نورو جرمونو په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، هلمند کې پنځه تنه د وسلو ناقانونه ساتلو او ګرځولو په تړاو، ۵ مجرمین په سمنګان، دوه غله او دوه تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو په تخار، دوه غله په هرات، یو تن د وژنې په تړاو په خوست او یو تن د جعل کولو په تړاو په ننګرهار کې نیول شوی دی.