امنیتي ځواکونو؛ په شپږو ولایتونو کې ۱۷ تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۴
sdfgsfg

پولیسو په لغمان، هرات، نیمروز، خوست، سمنګان او بغلان ولایتونو  کې د غلاوو، قاچاق، وسله والې نښتې او له کوره د تېښتې په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له منځه یې، څلور تنه له پنځه میله وسلو سره د دوو قومونو ترمنځ د وسله والې نښتې په تړاو په لغمان، څلور کېسزه د غلو ډله په هرات، دوه تنه په خوست، دوه تنه د انساني قاچاق او دوه حرفوي غله په نیمروز، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان او یو غل د بغلان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.