امنیتي ځواکونو؛ په درېیو ولایتونو کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، جوزجان او هلمند کې د غلاوو، زور واکۍ او خلکو ته د مرګ د ګواښ په تړاو ۱۳ شکمن کسان نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، نهه حرفوي غله او درې تنه د مرګ د ګواښ او زور واکۍ په تړاو په هرات، یو غل په جوزجان او یو بل تن د نغدو پیسو د غلا په تړاو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې نیول شوی دی.