امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې ۲۹ تنه نیولي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۲۸
asdfasdf

د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو د هیواد په اوو ولایتونو کې د غلا، دوکې، قاچاق، قمار، کوډو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، اته تنه د قاچاق، دوکې او غلا په تړاو په نیمروز، څلور کسه د وسله والو غلاوو په تړاو په فراه، اوه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو سمنګان، یو کوډګر له پنځو غړو سره په غزني، دوه جوارګر په بلخ او دوه تنه د غلا په تړاو په بادغیس او هرات کې نیول شوي دي.