امنیتي ځواکونو؛ د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۲۰
asdfas

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نهو ولایتونو کې د غلا، وژنې، قاچاق او ټپي کولو په تړاو ۳۷ تنه نیول شوي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.
له منځه یې، نهه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په پکتیا، یو تن د یو موټر چلوونکي د وژلو او د موټر د غلا په تړاو په بغلان، دوه تنه د یو کس د ټپي کولو په تړاو په بلخ، دوه تنه په نورستان او اته تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو په جوزجان، هرات، سرپل او غور ولایتونو کې نیول شوي دي.