امنیتي ځواکونو؛ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۲۳ تنه ونیول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۵۲
سبیلسیل

جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، د نظامي تجهیزاتو ناقانونه ساتلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیولي چې د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
له ډلې یې، ۱۳ په جنایي جرمونو تورن کسان په نیمروز، شپږ وسله وال او حرفوي غله په پروان، یو تن د وژنې په تړاو په بلخ، یو تن د خوراکي توکو د قاچاق په تړاو په هلمند او دوه تنه په لغمان او بادغیس کې د نظامي تجهیزاتو او وسلو د ساتلو په تړاو نیول شوي دي.