امنیتي ځواکونو؛ د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۲۵ تنه نیولي
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په سمنګان، بلخ او نیمروز کې ۲۵ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. له ډلې يې، پنځه وسله وال غله او ۱۲ تنه د جوارګرۍ په تړاو په بلخ، اووه تنه د غلاوو په تړاو سمنګان او یو تن د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.