امنیتي ځواکونو؛ د جنایي جرمونو په تړاو ۲۰ تنه ونیول
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په سرپل، هرات، بلخ، پروان، لوګر، سمنګان، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې د غلاوو، ناقانونه وسلو ساتلو او د یو موټر چلوونکي د وژنې د نیت لرلو په تړاو ۲۰ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، پنځه تنه په سرپل، پنځه تنه په هرات، درې تنه په بلخ، درې تنه په پروان او څلور تنه نور په لوګر، سمنګان، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې نیول شوي دي.