امنیتي ځواکونو؛ اتو ولایتونو کې ۲۱ تنه نیولي دي
امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په ننګرهار، هلمند، لغمان، نیمروز، تخار، بلخ، پکتیا او هرات کې ۲۱ تنه د غلاوو، وژنې او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په نیمروز، درې غله په هلمند، درې تنه د غلا په تړاو په ننګرهار، دوه غله په لغمان، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار، یو تن د وژنې په تړاو په بلخ او دوه غله په پکتیا او هرات کې نیول شوي دي.