امنیتي ځواکونه: اتو ولایتونو کې ۲۰ تنه نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۹
sfsfsf

امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په اتو ولایتونو کې د غلا، وژنې، قاچاق، له کوره د تېښتې، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.
له منځه یې، ۹ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، درې تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندهار، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په دایکندي، یو غل په زابل، یو تن د جنسي تېري په تړاو په سمنګان، دوه مجرمین په تخار او یو تن د ځنګلونو د وهلو په تړاو په ننګرهار کې نیول شوی دی.