امریه
د پولیسو د عزت د لا ښه تحکیم، د کورنیو چارو وزارت د کدري اسرارو د ساتنې او له دولت څخه د بهرنیو عنصرونو له مداخلې د مخنیوي په موخه امر کېږي تر څو:
د کورنیو چارو وزارت هر جزوتام او یا پولیس چې د ګمارنې، بدلون او یا ترفېع اړونده سندونه هماغه کس او یا واسطې ته یې وسپاري، له خپلې دندې به ګوښه او د کورنیو چارو وزارت د کدري او بشري سرچینو د رازونو د بربنډه کولو په پلمه به تر څارنې لاندې شي.
ځواکمن او کاري دولت، د هر افغان د عزت ضامن دی.
امر الله صالح