الحاج ملا ولي جان «حمزه» د غزني د نوي والي په توګه معرفي شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
dfas

الحاج ملا ولي جان «حمزه» د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د وزارت مقام د سریاور مولوي عبدالرحیم ثاقب، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت د مرستیال ملا عطاوالله انوري، سیمه ییزو مسؤلینو، علماوو او قومي مخورو پکې حضور درلود، د کورنیو چارو وزارت د پلاوي له لوري په رسمي توګه د غزني د نوي والي په توګه معرفي او خپل کار یې پیل کړ. په دې مراسمو کې مسؤلینو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د غزني د پخواني والي الحاج ملا عبدالصمد جاوید د خدماتو او کړنو ستاینه وکړه او نوي والي ته یې په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه؛ بلخوا د غزني نوي والي الحاج ملا ولي جان «حمزه» په خپله وینا کې ډاډ ورکړ چې د ولس په خدمت، د امنیت په ټینګښت او د دې ولایت په بیارغونه کې به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.